کوټه: د امنیتي ځواکونو پر ګاډي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټه کې چارواکي وايي، د بمي چاودنې له کبله ۱۵ کسان وژل شوي دي. پېښه د جمعې پر شپه پشین سټاف سیمه کې رامنځته شوې، چې شاوخوا کې یې مهمې دولتي ودانۍ موقعیت لري. دغه پېښه کې د ملکي کسانو په ګډون ۲۵ کسان ټپیان شوي دي.