د یو میلیارد افغانیو د اختلاس په تور د درې چارواکو استیناف محاکمه سبا پیلیږي


<h1 style='text-align: right; font-family:PokhtoRegular,Tahoma;direction: rtl;font-weight:normal;'>د یو میلیارد افغانیو د اختلاس په تور د درې چارواکو استیناف محاکمه سبا پیلیږي</h1>


په پام کې ده چې سبا سه شنبې د ښار او کور جوړونې د درې پخواني چارواکو استیناف محاکمه په علني توګه په پلازمینې کابل کې پیل شي.


د چارواکو په وینا، دغه درې تنه پخواني لوړپوړي چارواکي تر یو میلیارد څخه زیات د اختلاس په تور محاکمه کیږي.


د حکومت د رسنیو مرکز څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلی ” ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه د روان کال د غبرګولي میاشتې ۳۰مه نېټه د اداري فساد د درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف علنی محکمه، د دغه مرکز په انګړ کې جوړه شي.”


دا په داسې حال کې ده چي د ښار او کور جوړونې وزارت د څلورو کارکونکي علني ابتدایي محاکمه د اداري فساد او ستر جرمونو ته د رسیدګي محکمې له خوا نږدې درې میاشتې مخکې رسماً په کابل کې ترسره شوه.


په  دغو کسانو کې محمد امین الله قانع د دغه وزارت پخوانی مالي او اداري سلاکار، احمد نواز بختیار د کور جوړونې تصدۍ پخوانی رئیس، محمد یعقوب ابراهیمي د کور جوړوني تصدی پخوانی معین، او د همدغې تصدۍ د انسجام برخې پخوانی مسؤل سید امین سادات شامل و.


د محکمې د پرېکړې پر اساس، محمد امین الله قانع او سید امین سادات هر یو په ۲۰ کلونو زندان او په ۱۵۰ میلیون افغانیو جرمانې محکوم شوي وو.


په همدې حال کې احمد نواز بختیار او محمد یعقوب ابراهیمي هر یو په ۷ کلونو زندان او همداراز هر یو په ۴۴۳ میلیون افغانیو جرمانې محکوم شوي وو.


د چارواکو په وینا، محمد یعقوب ابراهیمي د کور جوړوني تصدی پخوانی معین تر اوسه نه دی نیول شوی.