د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوال ووژل شو


د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوال نن سهار د ناڅرګندو وسلوالو په یو ناڅاپي برید کې وژلی دی.


د نیمروز والي ویاند احمد عرب رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د چخانسور ولسوال آغا محمد فضلي نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې (د غبرګولي ۲۹) په زرنج ولسوالۍ کې ناڅرګندو موترسایکل سپرو وژلی دی.


په پېښه کې نورو کسانو ته د مرګ و ژوبلې اوښتو په اړه راپور نه دی ورکړشوی.


طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخیستي او څرګنده شوي، چې نوموړی د اړوند سیمې په کاکړانو چوک کې طالبانو ویشتی دی.