د سیاسي تاوتریخوالي له وجې د پاک افغان تجارت کچه نیم په نیمه ټیټه شوي ده

د سوداګرۍ کارپوهانو وي او ای ډیوه ته په ځانگړې مرکو کې ویلي دي افغانستان سره د تورخم او چمن پولې پرلپسې تړل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي کرکیچ او ځینې سوداګر بیا د پاکستان حکومتي پالیسي یادوي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ یې تجارتي وضعه زیانمنه کړیده