د تکواندو افغان لوبډله د سیالیو لپاره جنوبي کوریا ته لاړه

د تکواندو ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف جنوبي کوریا ته لاړه.


د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې له افغانستانه د تکواندو اووه کسیزه لوبډله چې په‎کې درې نارینه لوبغاړي، یوه ښځینه لوبغاړې، یو روزنکی او د تکواندو د فدراسیون مشر شامل دي، ګډون کوي.


دغه سیالۍ د روان ۲۰۱۷ مېلادي کال د جون په ۲۴ مه پیلېږي او ۶ ورځې دوام کوي.