د بیت المقدس په رسمیت پېژندنه د سولې مخنیوی کوي- ارګ


د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د لیږد پرېکړې د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساساتو زیانمن کړي او په منځي ختیځ کې د سولې بهیر له خطر سر مخ کوي.


د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لار نه بدلېږي.


ولسمشرۍ د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د خوندي کولو غوښتنه کړې او ټینګار کوي؛ بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه، چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونوسازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.


د خبرپاڼې له مخې؛ لکه څنګه، چې لیدل کېږي له نېکه مرغه د دغې موضوع په اړه نړیواله اجماع شته، چې د بیت المقدس په اړه ځانګړې او یوه اړخیزه پرېکړه نشي کیدلی او د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي.


ملي وحدت حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د تحقق لپاره له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې په دوامداره توګه د دې بهیر ملاتړ کوي.


دغه راز ویل شوي، چې ولسمشرۍ په دې اړه له ډیپلوماتیکو لارو څخه د هغه هېواد رهبري ته هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.