د ایران سپاه پاسداران د دوی په خبره تروریستانو ته ګواښ کړی

د ایران سپاه پاسداران د دوی په خبره تروریستانو ته ګواښ کړی چې د ایران پر ضد په راتلونکي کې هر ډول حمله به یې بې غچه پاتې نه شي.


د ایران دولتي ټلویزیون د سپاه پاسداران د قوماندان رمضان شریف په حواله دا خبره خپره کړې ده.


سپاه پاسداران وروسته له هغه د سوریې په ختیځ کې د داعش پر پټنځایونو څو راکټه وویشتل چې داعش په ایران کې د دوو وروستیو انتحاري حملو مسؤلیت په غاړه واخېست.


ایران په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د رژیم سرسخته ملاتړی دی.