حامد کرزي د امریکا افغان تګلارې ارزونې لپاره د جرګې رابللو غږ وکړ

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي وایي، ولسمشر محمد اشرف غني ته یې یو لیک لېږلی او د دودیزې لویې جرګې د جوړولو غوښتنه یې ترې کړې. ښاغلي کرزي وویل، د امریکا ستراتیژي د هغې جګړې د دوام پيغام لري چې قربانیان یې افغانان دي.