جرمني بېرته ستنېدونکو کډوالو ته مالي امتيازات ډېر کړي دي

حکومت دا نوی پروګرام په دې موخې پیل کړی چې ګڼ شمېر هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدو ته وهڅوي چې پناه غوښتنه يې رد شوې. خو د "لوفتانزا" هوایي شرکت پیلوټانو بيا څه د پاسه ٢٢٠ هغه الوتنې لغوه کړي چې کډوال يې بېرته خپلو هیوادونو ته لېږدول.