افغان کرکټ بورډ «ICC»ته د بشپړ غړیتوب غوښتنلیک استولی

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا«ICC» ته د بشپړ غړیتوب لپاره غوښتنلیک استولی.


د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د تېرې یوې لسیزې راهیسې د کرکټ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي او تمه ده چې د کرکټ بورډ نړیواله شورا به د افغانستان غوښتنه ومني.


افغانستان دا مهال د کرکټ له نړیوالې شورا سره د دوهمې درجې هیوادونو په لېست کې دی چې اېرلینډ، سکاټلینډ او ځېنې نور هېوادونه هم په‎کې دي.